image

شکر ناروغي څه ده او څنګه ترې بچېدلی شو؟

شکر له ژوند سرته تړلې ناروغي چې هر کال لکونه خلک وژني او هر څوک نیولی شي.

دا ناروغي هغه وخت پیدا کېږي چې د یو انسان بدن شکر یا ګلکوز حلولی او وینې سره یو ځایولی نه شي.

د دې ناروغۍ له امله د زړه حملې، پلج، ړوندوالي، د ګوردو یا پښتورګو له کار غورځېدلو او د پښو د پرې کېدو وېره شته.

شکر زیاتېدونکې ناروغي ده او یوه شمېره وايي، دا مهال نړۍ کې څلور سوه دوه ویشت میلیونه او دوه لکه خلک دې ناروغۍ نیولي ده.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، دا شمېر د تېرو څلوېښتو کلونو پرتله څلور برابره دی.

له دې ناروغۍ یوازې پاکستان کې هر کال له یو نیم تر دوو لکو کسانو معیوبېږي.

یوه نوې څېړنه وايي، هر څلورم پاکستانی شکر لري او دا شمېر په چټکۍ ډېرېږي.

شکر پاکستان کې د وژنو اتم لوی لامل دی او د ۲۰۰۵ کال پرتله له دې ناروغۍ د پاکستانیانو مړه کېدل پنځوس سلنه ډېر شوي دي.

له دې خطر سره سره په شکر اخته یو سلنه خلک هم نه پوهېږي چې د ورځنیو چارو بدلول دې ناروغۍ سره مقابله کې مرسته کولی شي.

د شکرې لاملونه او ډولونه:

کله چې موږ خواړه خورو، بدن مو نشایسته( کاربو هایډرېټ) په شکر( ګلوکوز) بدلوي.

له هغه وروسته پینکریاز یا پانکراس غوده کې پیدا کېدونکی هارمون انسولین د بدن ژونکو ته امر کوي چې د انرژي یا توان ترلاسولو لپاره دا شکر جذب کړي.

شکر هغه وخت پیدا کېږي چې انسولین په مناسبه اندازه نه موندل کېږي یا کار نه کوي او له امله یې شکر زموږ په وینه کې ټولېږي.

شکر څو ډولونه لري، پانکراس انسولین نشي جوړولی، له امله یې شکر په وینه کې جوړېږي.

ساینسپوهان یې په اصل لامل نه پوهېږي خو په دې باور دي چې ښايي جنټیک اغېز وي یا ویروسي عفونت وي، چې له امله یې پانکراس کې انسولین جوړوونکې ژونکې خرابېږي.

د شکر لس سلنه ناروغان د همدې ډول ښکار دي.

دویم ډول کې پانکرانس د اړتیا وړ انسولین جوړولی نه شي، یا خو هغه په سم ډول کار نه ور کوي.

د برتانیا روغتیا ملي اداره وايي، د شکر لومړي ډول نښې ماشومتوب یا ځوانۍ کې ښکاره کېږي او دا ډېر خطرناک دی.

د شکر دویم ډول خطر سره مخ کسان له څلوېښتو کلونو ډېر عمر لري، خو د سوېلي اسیا ۲۵ کلن خلک هم په دې ناروغۍ اخته کېږي.

د دوی مور پلار یا خوندو وروڼو کې دا ناروغي وي، وزن یې ډېرېږي.

د دې ناروغۍ ډېر خلک سوېلي اسیا هېوادونو، د چین اوسېدونکي، د عرب هند ټاپوګانو او تور پوستي افریقایان دي.

د کوم عمر خلک شکر کېږي؟

د منځني یا دریم پړا خلک په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو اوس کم عمره چاغ کسان او یا د ارام ژوند خلک یا د ځانګړي نسل سره تړلي په تېره د سوېلي اسیا خلک هم په دې ناروغۍ اخته کېږي.

ځینې هغو مېندوارو ته شکر لګېږي، چې بدن یې د خپل ځان او بچي لپاره پوره انسولین نشي جوړولی.

مختلفې مطالعې ښيي چې له شپږو تر شپاړس سلنې ښځې په مېندوارۍ کې په شکر اخته کېږي.

ځکه دوی ته پکار دي چې خوړو او ورزش سره د شکر کچه کنټرول کړي.

خلک خپله وینه کې د ګلوکوز د زیاتېدو کچه معاینه کولی او په شکر د اخته کېدو له خطرې ځان خبرولی شي.

د شکر ناروغۍ نښې:

  • ډېره تنده
  • له اندازې ډېرې متیازې کول، په تېر د شپې مهال
  • ستړیا احساسول
  • وزن کمېدل
  • په سترګو سیوری
  • د ټپونو نه جوړېدل

له شکر ځان بچولی شم؟

شکر ناروغي له جنیټیک او چاپېریالي عواملو پورې تړلې، خو روغتیايي خواړه او د ژوند خوځند ډول ستاسو وینه کې شکر په مناسبه کچه ساتي.

له سره کړو یا پروسېس خوږو خوړو او څښونو ډډه وکړئ، د سپینې ډوډۍ یا د مکرونیو په ځای د سوچه اوړو ډوډۍ وخورئ.

پروسېس شوې شکره یا بوره او غلې دانې د غذایت یا خوراکتوب له پلوه کم باوره وي، ځکه له ویټامینونو ډکه برخه ترې اېستل شوې وي؛ لکه له میلونو وتلي اوړه، سپین اوړه، د بیکریو یا میټايي دوکانونو توکي، سوډا یا ګاز لرونکي څښوني، مټايي او د سباناري خواږه خواړه.

روغتيايي خوړو کې سابه یا سبزي، مېوه، زړي( لکه بادام، چارمغز او نور) او غلې دانې راځي، په روغتیايي خوړو کې اوبلن غوړ او د کبانو میګاتري غوړ هم دي.

دا هم مهمه ده چې په دمه دمه خوراک وشي او لوږې ورکېدو سره لاس ونیول شي.

بدني ورزش هم وینه کې د شکرې د اندازې کمولو سره مرسته کوي.

برتانیا کې د روغتیا ملي اداره وړاندیزوي چې اونۍ کې لږ تر لږه د دوه نیمو ګړیو لپاره چټک مزل یا پوړیو کې پورته کېدل ګټور دی.

د بدن سره مناسب روغتيايي وزن هم د شکرې کچې کمولو کې مرسته کوي.

که تاسو وزن کمول غواړئ نو ورو ورو یې کم کړئ؛ اونۍ کې نیم یا یو کیلو.

دا هم مهمه ده چې له تمباکو ډډه وشي او د ګولیسټرول یا وینې غوړو کچه کمه وساتئ چې د زړه حملې خطر در پېښ نه شي.

شکر څه پېچلتیا لري؟

وینه کې ډېره شکره رګونه زیانمنولی شي.

که بدن کې وینه سمه نه چلېږي، نو هغو غړو ته نه رسېږي چې اړتیا یې وي، په دې دلیل عصابو ته زیان رسېدو وېره شته، چې له امله یې درد او احساس ختمېږي، نظر له منځه ځي او پښو کې عفونت یا اینپېکشن پیدا کېدلی شي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، ړوندوالی، پښتورګو ناکاره کېدل، د زړه حمله، پلج او د پښو پرې کېدو لوی لامل شکر ناروغي ده.

پر ۲۰۱۶ کال شپاړس لکه کسان نېغ د شکر له امله مړه شوي وو.

څومره خلک په شکر اخته دي؟

د روغتیا نړیواله اداره وايي، پر ۱۹۸۰ کال لس کروړه او اتیا لکه( یو سل اته میلیونه) کسان په شکر اخته وو، خو پر ۲۰۱۴ کال دا شمېر ۴۲ کروړو او ۲۲ لکو( څلور سوه دوه ویشت میلیونو او دوو لکو) ته پورته شو.

پر ۱۹۸۰ کال نړۍ کې د اتلسو کلونو ډېر عمره کسانو پنځه سلنه په شکر اخته وو، خو پر ۲۰۱۴ کال دا شمېر ۸،۵ سلنې ته پورته شو.

د شکرې نړیوال بنسټ شمېرې وايي، په دې ناروغۍ د اخته بالغو کسانو ۸۰ سلنه د منځني عمر دي.

دوی د داسې د لږ عایده هېوادونو اوسېدونکي دي چې په چټکۍ پکې د خوراک څښاک دود بدلېږي.