د زړه حمله څه شی ده؟
په سينه کې د ناڅاپي او شديد درد ګڼ لاملونه کېدای شي، خو دوه مهم هغه چې د بنیادم ژوند ګواښلی شي د زړه او سږیو د رګونو بندېدل دي چې د زړه حمله (مایوکارډیل انفارکشن) او د سږیو حمله (پلمونري اېمبوليزم) یې بولي.
د انسان په ټټر کې د بدن یو مهم غړی زړه دی چې چپه خوا یې درست بدن ته د رګونو (شریانونو) یا آرټريز په وسیله له دواړو سږیو راغلې پاکه یا آکسیجنېټېډ وينه پمپ کوي او ښۍ خوا یې بیا له ټول بدنه د ورېدونو یا وېنز په واسطه راټوله شوې ډي آکسيجنېټېډ یا په کاربن ډای آکسایډ لړلې وينه سږیو ته لېږي چې هلته پاکيږي او آکسيجن را اخلي او دغه سایکل په هره دقيقه کې په نورمال ډول له شپېتو تر سلو کرتو تکرارېږي.
په داسې حال کې چې زړه ټول بدن ته وینه پمپ کوي، پخپله هم وينې او آکسیجن ته ډېره اړتیا لري او کوم رګونه چې د زړه غوښو (عضلاتو) ته وينه رسوي، هغو ته د زړه شریانونه یا کورونري آرټريز وایې.
د عمر زیاتېدل او د ځينو نورو ناروغیو شتون لکه د بدن د نورو رګونو په شان د زړه د رګونو یا کورونري آرټريز د تنګېدو او د وينې له توکیو لکه پلاټلېټس، کېلسیم، غوړو او کولېسټرول نه د پلک یا غوټې جوړېدو سبب کيږي.
د انسان زړه ته د وينې لېږدوونکيو رګونو (کورونريز) د تنګېدو یا بندېدو ناروغي په ګرده نړۍ کې د ناروغیو او مرګونو یوه ستره وجه ده.
د یوې سروې له مخې په برتانیا کې هر پينځم سړی او هره اوومه ښځه د دغې ناروغۍ له لاسه مري او هرکال اتیا زره مرګونه کوي، که څه هم په تېرو څو کالو کې د دې ناروغۍ له لاسه د مړينې په شمېرو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د زړه حمله یا هارټ اټېک:
که د زړه کومې برخې ته د وينې لېږدوونکی رګ بند شي نو په سينه کې سخت دردونه پیدا کيږي او د زړه هغه برخه چې د دغه رګ په وينه او آکسيجن پایي له کاره لويږي. که د زړه یو لوی رګ بند شي او ډېره برخه یې اغېزمنه شي نو د زړه د درېدو او د انسان د مرګ سبب هم کېږي.
د زړه د حملې نښې نښانې:
د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډېر ځله دغه درد چپ یا ښی لاس، ولیو، ستوني یا زامې او یا هم خېټې ته خوريږي. که څه هم د زړه د حملې په ډېری پېښو کې د سينې درد ډېر سخت وي خو ځينې خلک ښایي لږ یا بيخي درد ونه لري لکه د ډېر عمر بوډاګان په ځانګړې ډول ښځې او د شکرې ناروغان.
- خولې، د زړه بدوالی، استفراق یا کانګې
- سا ډوبي یا نفس تنګي
- د سستۍ، سرچورلېدو (ګرځېدو) او وسوسې احساس
- د زړه د رګونو د ناروغیو او حملې خطرونه
دغه ناروغي ګڼ لاملونه لري چې جنېټيکي، د ژوند ژواک طريقه او چاپېریال یې په رامنځته کېدو او پرمختلو کې رول لري. په نړۍ کې یې د نژدې درېیمې برخې مرګونو سبب ناسم خواړه او د ژوند د طرز او طريقې عوامل په ګوتو شوي دي.
د تمباکو یا سېګريټو څکول:
د تمباکو په څکوونکیو کې په دغه ناروغۍ د مړينې شمېره شپېته سلنه زیاته ده. د بل د سېګرېټو له لوګي سره پرله پسې مخامخېدل د دې ناروغۍ خطر له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي. د روغتیا د نړیوالې ټولنې د څېړنو په اټکل تر شل سلنه زیاته دغه ناروغي د سېګرېټو له امله ده.
د وينې لوړ فشار:
د یوې څېړنې له مخې په لوېديزه اروپا کې د زړه پر حمله اخته ۲۲ سلنه خلکو د وينې د لوړ فشار مخینه لرله او د وينې د لوړ فشار ناروغانو لپاره د زړه د حملې خطر نژدې دوه برابره زیات دی.
د شکرې ناروغي:
موږ وينو چې په درسته نړۍ کې د شکرې ناروغي په ډېرېدو ده او پر شکره یا ټایپ ۲ ډایابيټ اخته سړي په کال کې له دوو نه تر څلور کرته زیات د دغه ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي او ښځو ته بیا دا خطر له دریو نه تر پينځو ځلو زیات دی.
د وينې د غوړو یا کولېسټرول ډېروالی:
د یوې څېړنې پر بنسټ په لوېديزه اروپا کې ۴۵ سلنه د زړه د حملې پېښې په وينه کې د ناسمو (ابنارمل) غوړو له امله وې.
چاغښت یا د وزن ډېروالی:
سربېره پر دې چې چاغښت د وينې د لوړ فشار، شکرې او وينې د غوړو د زیاتېدو خطر لري دا د زړه د حملې یو ځانګړی عامل هم دی. غټه ګېډه او د خېټې شاوخوا د وازدو جمع کېدل د زړه د حملې خطر دوه چنده کوي.
ناسم خواړه:
د روغتیا د نړیوالې ټولنې په یوه رپوټ کې راغلي چې ډېر غوړ، مالګين (تروه) او خواږه خواړه چې مېوه او سابه نه وي پکې د زړه د حملې خطر زیاتوي.
د سپورټ او ورزش نه کول:
فېزيکي فعالیت د زړه د حملې خطر کموي. د روغتیا د نړیوالې ټولنې په اټکل په پرمختللیو هېوادونو کې شل سلنه د زړه او رګونو ناروغۍ د فېزيکي فعالیتونو د نه کولو له امله وې. په اوونۍ کې پينځه یا ډېرې ورځې د لږ تر لږه نيم ساعت چټک تګ یا دغه ډول نور جسماني فعالیت سپارښتنه شوې.
په نژدې خپلوانو لکه موروپلار او خویندو وروڼو کې د زړه او رګونو د ناروغیو تاريخچه د دې ناروغۍ خطر دوه برابره زیاتوي، په ځانګړې ډول که په هغوی کې دا ناروغي له ۵۵ کلنۍ (سړيو) او ۶۰ کلنۍ (ښځو) مخکې پېښه شوي وي. لکه مخکې مو چې وویل د عمر له تېرېدو سره د دې ناروغیو خطر هم زیاتيږي او همدا رنګه ذهني ناروغۍ لکه د کار فشار، خپګان، وسواس او د زیاتو الکولو استعمال د زړه د حملې احتمال زیاتوي.
په ځينو اروپایي هېوادونو او امريکا کې د مخدره موادو لکه کوکېن استعمال په ځوانانو کې د زړه د حملې یوه لویه وجه ده.
درملنه:
که پر چا د زړه حمله راغلې وي نو تر څو چې روغتون ته رسول کيږي په کار ده چې آرام او له فيزيکي فعالیته ډډه وکړي چې په دې سره به پر زړه نور بوج نه راځي. که حساسیت نه ورسره لري نو یوه آسپرين (۳۰۰ميلي ګرام) ګولۍ خوړلی شي.
په پرمختللې نړۍ کې خو یو د روغتیا په برخه کې د خلکو د پوهاوي کچه زیاته ده او بل یې روغتیایي آ سانتیاوې ښایسته ډېرې دي، نو که څوک له دغه ډول دردونو سره مخامخ کيږي ځانګړې شمېرې ته زنګ وهي امبولانس ورته راځي، روغتیاپالان یې بېړنی کتنه کوي او د زړه ګراف یا اي سي جي یې اخلي او که ګراف د زړه هغه حمله ښیي چې دوی یې په لنډون (سټيمي) بولي نو د عامو روغتونونو پر ځای یې سمدستي کت لېب یا د زړه د رګونو لابراتوار ته لېږدوي چې هلته یې د زړه رګونه د اېکس رېزماشينونو په واسطه کتل کيږي او هغه چې بند شوي وي د ورانه یا لاس د رګ له لارې یې بېرته پرانيزي او په ځانګړي درمل پوښل شوی سټېنټ یا لوله پکې ږدي چې په دې ډول یې د بیا بندېدو خطر هم کموي.
د زړه د هغه حملې په صورت کې چې د ګراف یا اي سي جي له مخې یې په لنډون (نان سټيمي) بولي، روغتیاپالان د پلاټلېټس د یوځای کېدو یا غوټه کېدو ضد درمل لکه آسپرين او کلوپيډوګرېل ورکوي او نژدې روغتون ته یې رسوي چې په وينه کې یې د زړه د انزایم لوړه کچه تشخيص کره کوي، درملنه یې شروع کيږي او په کراره یې د نورو لازمو معایناتو بندوبست کيږي.
انجاینا:
په انجاینا کې د زړه رګ بيخي بند نه خو تنګ شوی وي او د اړتیا وړ وينه نشي رسولای. کله چې انسان کار، ورزش منډه یا نور فېزيکي فعالیت کوي نو زړه ډېر آکسيجن ته اړتیا لري او که رګونه یې تنګ شوي وي او په داسې حالاتو کې پوره وينه او آکسيجن نه ورسيږي نو په سينه کې دردونه پیدا کيږي چې د زړه د حملې غوندې وي خو د دغو فزيکي فعالیتونو په درولو یا تر ژبه لاندې ځانګړې ګولې یا سپرې سره یې دردونه هم ورکيږي. د دې ناروغۍ هم پر وخت درملنه په کار ده؛ ځکه د زړه د حملې خطر لري.