د پوهیمیا د والیبال لوبډلې فاینل
د اندړو د والیبال لیګ په سیالیو کې د پوهیمیا د والیبال لوبډله و توانیده تر څو فاینل لوبې ته لار ومومي.
دغه لیګ چې د ۶ لوبډلو تر منځ په اندړو ولسوالۍ کې پر لار اچول شوی و د پوهیمیا د والیبال لوبډله په اکثریت بریاوو سره وتوانیده تر څو د اتحاد لوبډلې پر خلاف فاینل لوبې ته لار پیدا کړي ددې لیګ ورستۍ یا فاینل لوبه به نن د جمعې په ورځ د یادو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
تمه ده دغه لوبډله په راتلونکي کې هم د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې دې ته ورته سیالۍ ترسره کړي.