نرس څوک دی؟
د نرس کلمه د ساتونکي، پالونکي او غمخور په مانا ده. په لاتین کې نرس د Nutricious څخه اخیستل شوې، چې د نورو په پالنه او تغذیه کې رول لري. هر ډول پالنه، چې د روغ او ناروغ کس کېږي، نرسنګ نومېږي.
فلورانس نایتنګال(Florence Nightingal) د دې برخې مؤسس په ۱۸۶۰م کې وویل، نرس باید ناروغ په طبیعي او تام صلاحیت سره پرېږدي؛ تر څو څه ډول چې غواړي فعالیت وکړي.
ورجینیا هندرس(Virginia Henderson) په ۱۹۶۴م کې د نرسنګ داسې تعریف وړاندې کړ: هر شخص ته د هغوی د فعالیتونو په تر سره کولو کې مرسته، چې د نوموړي د روغتیا ترلاسه کولو او یا د سولهییز مرګ سره مرسته وکړي او خپله تجربه او پوهه په هېڅ ډول ونسپموي.
د کاناډا د نرسانو ټولنې( C.N.A) نرسنګ تعریف داسې کوي:
د نرسنګ مسلک د اړتیا پر اساس رامنځته شوی او د ژوند په اوږدو کې یې د انسان د سلامتیا هیله په نظر کې نیول دي. نرسان د روغتیا ساتلو، راګرځولو او د ناروغیو څخه د مخنیوي؛ د دردونو د تسکین لپاره هڅه کوي.
نرسنګ د زیار او ملاتړ مسلک دی، چې د ځانګړو اخلاقي قوانینو پیروي کوي او ریښه یې د ناروغ له مراقبت( عملي کار، زده کړه، مُدیریت او څېړنه) له څلور ګوني مفهوم سره تړلې ده.
نرس هغه څوک دی چې د ټولنې او ولس د ناروغانو ټولې هیلې ورپورې تړلي وي، ددوی اخلاق، د خلکو سره سلوک او برخورد باید داسې وي چې ټولنه او مراجعین ورنه مثبت تأثر واخلي او تل یې ښه یاد کړي.
نرس باید ځان د خلکو پروړاندې دآسمان نه بلکه د خاورو په څیر حساب کړي.
نرس سره بدسلوکي، کبر، لویي، د ناروغ پروړاندې سستي او بې احساسي هغه څه دي چې دده شخصیت او علم په صفر کې ضربوي.
خو له بلوه پلوه ددې ټولو ترڅنګ ټولنه او خلک دډاکتر او نرس په ترټولو ډیر احترام مکلف دي او قدر یې باید وساتي.
هر کله چې د پورته دواړه حالاتو ترمنځ توازن له منځه ځي نو بیا ځای کرکې ته پاتې کیږي چې دډاکتر یا نرس شخصیت هم تر اغیز لاندې راځي او دناروغ پر روغتیا هم منفي تاثیرات شیندي.